یکنانیوز د عراق رسمي خبري اژانس په حواله راپور راکړی، د علوي مقدس آستان مدیریت د محرمالحرام په میاشت کې د حسینی شعائرو د احیا لپاره هراړخیز پروګرام ترتیب کړی دی.
د علوي آستان د مدیریت شورا غړي حیدر العیساوي وویل: مقدس حرم د محرمالحرام په میاشت کې د حسینی شعائرو د احیا او د امام حسین (ع) د مصیبت او عزادارئ لمانځنې لپاره ئې یو جامع پروګرام چمتو کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: دا پروګرام د محرم په لومړۍ لسیزې کې د زائرینو او عزاداري دستو د هرکلي، په علوي صحن او شاوخوا سیمو کې د عزادارئ دستو تنظیم او د امیرالمؤمنین (ع) مرقد ته نږدې د مشالو مراسمو په تنظیمولو تمرکز لري.
العیساوي وویل: حرم د زوړ کلي په خدماتی دستو د ملاتړ لپاره پروګرام چمتو کړی، چې پکې د څښاک اوبه، یخ، یخچالونه، د پاکوالي تجهیزات او د لومړۍ لسیزې په اوږدو کې د خوړو چمتو کول شامل دي.
د علوي آستان د معلوماتو برخې مرستیال مشر جعفر البدیري وویل: مقدس حرم د محرم د رارسېدو په مناسبت بېلابېل پروګرامونه پلي کړي، له بیرغ پورته کولو مراسمو رانیولې بیا تر خدماتی، امنیتي او لوجستیکي چمتوالیو پورې، چې د عزادارئ دستو د حرم مطهر ته د ننوتو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه: د علوي آستان او حسینی دستو ترمینځ د همغږۍ یو لړ غونډې ترسره شوي څو خنډونه لیرې شي او د لومړۍ لسیزې په اوږدو کې د عزاداري دستو حرکت اسانه شي.
البدیري وویل: چمتووالي کې د مشعلګرځولو مراسمو تنظیمول هم پکې شامل دی، چې هر کال د محرم د لومړۍ لسیزې په وروستیو دریو شپو کې ترسره کیږي.
د مشعلګرځولو دودیز مراسم د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې د نجف اشرف په ښار کې د امام علي (ع) د حرم په شاوخهوا کې ترسره کیږي. دا مراسم د محرم په لومړۍ لسیزې کې ترسره کیږي، چې د اتمې شپې څخه پیل او تر عاشورا شپې دوام لري.
https://iqna.ir/fa/news/4291478